د اوبو او انرژی انسټیټوټ زده کړیالانو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۳:۳۷
Graduation

 د اوبو او انرژی انسټیټوټ زده کړیالانو ۱۶مه فراغت دوره د تخنیکی او مسلکی زده کړو د رئیس مولوی غلام حیدر شهامت په حضور کی ترسره شوه.

په دې فراغت دوره کې ۸۷ تنه د برېښنا، انرژۍ او اوبو له څانګو فارغ شول.

په دې مراسمو کې مولوي شهامت د علم په حاصلولو ټينګار وکړ او ويې ويل: د خداى تعالی پېغمبراکرم (ص) ته لومړۍ کلمه (اقراء) ده چې د لوستلو په معنا ده.

 هغه زیاته کړه، چې د ساینس له زده کړې وروسته یې عملي کول ډېر اړین دي.

 هغه وویل: هغه دانشمندان او عالمان چې په خپل علم باندې عمل نه کوي په قرآن کریم کې یې غندنه شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زده کړیالانو  ته د فراغت مبارکي وویله او هغوی ته یې په خطاب کې وویل: موږ ټول د خدای په وړاندې مسؤل یو، ګرانو زده کړیالانو له تاسو څخه غوښتنه کوم چې د خپل هیواد پر وړاندې خپل دیني او وجداني مسوولیت ادا کړئ.

 په دې مراسمو کې زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس سيد عباس ايوبي هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې اوس د ټکنالوژۍ زمانه ده او ټکنالوژۍ برېښنا ته اړتيا لري. هغه ټینګار وکړ چې د برېښنا تولید اوبو بندونو ته او اوبه مدیریت ته اړتیا لری.

د انرژۍ او اوبو د انسټيټوټ امر رفيع الله حبيبي خبرو کولو پر مهال غوښتنه وکړه چې ددغه انسټیټوټ فارغانو لپاره په دولتي او غیردولتي ادارو کې د کار زمينه مساعده کړه.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه وغوښتل، چې د انرژۍ او اوبو په برخو کې زده کړیالانو لپاره د عملي کار زمينه برابره کړي.

 د مراسمو په پای کې فارغانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS