د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د کابل ښار او ولسوالیو له امرینو سره ناسته ترسره کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳ - ۱۴:۱۸
نشست رهبری

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ د کابل ښار او ولسواليو تخنيکي او مسلکي امرینو سره غونډه ترسره کړه.

په دې کتنه کې د کابل په مرکز او ولسوالیو کې د «د ښوونېزو مرکزونو ریفورم» طرحې په اړه بحث وشو.

د ستراتیژیک پلان او پالیسۍ رئیس روح الله شفیق د غونډې په پیل کې وویل، چې د دغه طرحې موخه د ښوونیزو خدمتونو د کیفیت د لوړولو او له سرچینو او ځواکونو څخه د اغېزمنې استفادې په موخه د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو پراختیا، منحل او مدغم کول دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوي غلام حيدر شهامت هم وويل، چې د ښوونيزو مرکزونو له ریفورم څخه يې موخه د ټولو اړخونو د کيفيت لوړول او د مرکزونو لا همغږي کول دي.

ښاغلي شهامت د "د ښوونېزو مرکزونو ریفورم" طرحې په اړه خپلې لارښوونې او نظریات وړاندې کړل. د غونډې ګډونوالو د دغه طرحې په اړه هم خپل نظرونه شریک کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS