دخوست ولایت دتخنیکی او مسلکی امریت سره د پاملرنې نړیوالې موسسې (CARE) د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۱۳:۰
tveta700

دخوست ولایت دتخنیکی او مسلکی امریت سره د پاملرنې نړیوالې موسسې (CARE) د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

سه شنبه (۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱)

د پاملرنه نړیوالې موسسې او د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت ترمنځ د همغږۍ ګډه غونډه د یادې موسسې په ولایتي دفتر کې ترسره شوه.

لومړی د خوست ولایت د تخنیکی او مسلکی امر انجنیر عابد الرحمن عابد؛ د تخنيکي او مسلکی زده کړو په ارزښت او ګټو په تفصيل سره خبرې وکړې او ددغه ولايت دتخنيکي او مسلکي مرکزونو کړنې او ستونزې ددغه موسسې له ولايتي مسؤلې اغلې راشد ثاقب سره شريکې کړې.

اغلې ثاقب د موسسې د موخو او برنامو په بیانولو سره وویل: خوښۍ احساس او ویاړو چې په خوست ولایت کې مسلکي انسټیټونه او عالي لېسې لرو او غواړو چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ستاسو په همغږۍ خپلې ځینې پروژې پیل کړو. .

اغلې ثاقب زیاته کړه چې زموږ ډېری پروژې ستاسو روزنیز سیسټم سره ورته والی لری. ستاسو په مشوره او همکارۍ موږ هڅه کوو چې ځینې پروژې لکه حرفوي، کرنې او مالدارۍ زده کړې برابرې کړو او همدارنګه ستاسو د مرکزونو فارغین یادو پروژو ته جذب کړو.

په پای کې د موسسې مسؤلې ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د ولایت له تخنیکي او مسلکي امر سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS