د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې زده کړیالانو لپاره د قیمتې اسناد چاپ کار زده کړې برنامه پرانيستل شوه!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۱۴:۴۱
برنامه‌ کارآموزی چاپ اسناد بهادار

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د انسټیټوټ میخانیک او بریښنا څانګو زده کړیالانو لپاره د قیمتې اسنادو کار زده کړې پروګرام د مالیې وزارت د خوندې اسنادو چاپ یوه دولتي شرکت لخوا پیل شو.

دغه پروګرام نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبري هیئت په حضور درلودلو سره د خوندې اسنادو  چاپ دولتی شرکت عمومي رئیس ډاکټر محمد خالد مروان او د یاد وزارت ویاند احمدولي حقمل په ګډون پرانستل شو.

 ټاکل شوې چې دغه پروګرام شپږ مياشتې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د انسټیټوټ د ميخانيک او برېښنا څانګو زده کړیالانو لپاره د کورنيو او بهرنيو روزونکو له خوا د قیمتې اسنادو چاپ په برخه کې وروزل شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوی غلام حيدر شهامت دغه پروګرام د يادې ادارې د روزنيزو مرکزونو د زده کوونکو لپاره ګټور وباله او هيله يې څرګنده کړه، چې د تخنيکي زده کړو ادارې د روزنيزو مرکزونو فارغين به د ځان بسياينې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او اقتصادي ودې په برخه کې اغېزمن تمام شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستيال اسناد نورمحمد عزيزي دغه روزنيز پروګرام د کار موندنې په برخه کې مهم وباله او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د زده کوونکو لپاره د کار زده کړې د زمينې د برابرولو په موخه به له نورو وزارتونو او ادارو سره خبرې وکړي.

ښاغلي عزيزي ژمنه وکړه، چي په دولتي بستونو کي به تکړه فارغانو ته د کار زمينه برابره کړي.

د یادولو وړ ده چې د قیمتې اسنادو د چاپ شرکت په هیواد کې یو له مهمو چاپ خونو څخه دی. د ياد شرکت عمومي رئیس ډاکټر محمد خالد مروان وويل، هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې د هېواد ټول مهم اسناد په دغه چاپ خونه کې چاپ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS