د نصاب او د ښوونکو د روزنې ریاست خپل کاري راپور وړاندې کړ!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۱۳:۳۲
tveta115

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور رهبرۍ لاندې وړاندې کړ.

په پيل کې د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست رئیس ښاغلی مولوي عصمت الله منير د ياد ریاست فعاليتونو ته په اشارې سره وويل، چې تر دې مهاله د ځانګړو زده کړو او کرنې په برخو کې ١٨٦ زره کتابونه چاپ شوي دي.

همدارنګه د تعلیمي نصاب بیا کتنه، په ځانګړي ډول د ځانکړو زده کړو، د وترنری څانګو، د نفتو او ګازو او د ګټورو لیکچرونو ترتیب د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست رئيس د كاركوونكو كموالى او د دې رياست د ماشينونو د ترميم لپاره د بودجې نشتوالى د دې رياست له عمده ننګونو څخه ياد كړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادراې رئيس مولوی غلام حیدر شهامت د راپور له اورېدو وروسته د دغه رياست د درسي نصاب کيفيت او ظرفیت ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي شهامت د مسلکي استادانو پر ګمارلو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له سیمینار پرته باید هیڅ استاد ونه ګمارل شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادراې سرپرست د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست ته لارښوونه وکړه، چې هېچا ته دې اجازه ورنه کړي، چې د دوی په کارونو کې لاسوهنه وکړي او ټينګار وکړ چې " هیڅوک حق نه لري چې په تعلیمي او تحصیلی چارو کې لاسوهنه وکړي."

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زده‌کوونکو فراغت

د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي فارغ شوي دي. دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو لپاره د (SWOT) ارزونې په اړه روزنیز سیمینار

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ختیځ زون ریاست په ننګرهار ولایت کې د (SWOT) ارزونې تر نامه لاندې سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وه چې په کې د تخنیکي او مسلکي زده. . .

BACK TO NEWS