د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې معلوماتي ټکنالوجۍ امریت خپل کاري راپور وړاندې کړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۲:۴۶
Rapor IT

د راپور ورکولو په بهیر کې؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات د ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړل.

د معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست محمد ضمير احمدزي د راپور ورکولو پر مهال دغه امریت د دې ادارې يوه مهمه برخه وبلله او ويې ويل، چې ددوی دنده او مسؤلیت یې د ادارې شبکو تنظیم او کنټرولول، د هارډوير او سافټوير ننګونو پېژندنه او حل کول او تخنیکي تجهیزات عیارول دی.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې شبکې په دې وروستيو کې تحليل او ارزونې ته په اشارې سره وويل، امنيتي کمری او د دې ادارې اوسنى سيسټم د وسايلو د کمښت او تخنيکي ستونزو له امله غير فعال دى.

احمدزي زیاته کړه چې د دغو شبکو د فعالولو هڅې روانې دي.

د معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست زیاته کړه، له ادارې شبکې څخه د استفادې پالیسۍ جوړول، د معلوماتي ټکنالوجۍ انسټیټوټ زده کړیالانو ته د عملي کار زمینه برابرول او د ادارې او انسټیټونو ترمنځ د داخلي شبکو رامنځته کول د دې امریت د راتلونکو پلانونو برخه دي. نوموړي د کارونو د لا ښه والي په موخه وړانديزونه هم وکړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلی مولوی غلام حيدر شهامت د معلوماتي ټکنالوجۍ امریت د چارواکو راپورونه او وړانديزونه واورېدل او ويې ويل، چې د ټکنالوژۍ په عصر کې د دې امریت د کار څرنګوالی ډېر مهم دی.

هغه زياته کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د مسلکي زده کړو وړاندې کول مسووليت لري، بايد د ټکنالوژۍ په برخه کې هم غښتلی او لوړ وي.نوموړي د معلوماتي ټکنالوجۍ امریت له چارواکو وغوښتل، چې د دغه ادارې د ټکنالوجۍ څانګو د پراختيا او فعالولو لپاره کار وکړي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ په امریت کې به د شته ننګونو د له منځه وړلو او د وسايلو د کمښت د حل لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS