د کابل ښار د انسټیټونو ارزونې پایلې وړاندې شوې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱ - ۱۱:۵۹
tevta87

د کابل ښار د انسټیټونو د ارزونې پایلې چې د دې ادارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کوونکو او زده کړیالانو د چارو د رئیس سید عباس ایوبي په مشرۍ د یوه ټیم له خوا ترسره شوې وې، د ادارې رهبری ته وړاندې شوې.

د ارزونې په غونډه کې، چې په کابل کې د انسټیټونو امرین هم په کې برخه لرله، ښاغلي ایوبي وویل، چې له ارزونې څخه یې موخه د انسټیټونو د وضعیت څېړنه وه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مفتي فضل الرحمن فاضل د ارزونې له ټيم څخه مننه وکړه او د څېړنې پايلې يې اغېزمنې وبللې.

ښاغلي فاضل د ښوونیز مرکز د کارکوونکو او ښوونکو له لوري د مسؤلیت پر پوهاوي ټینګار وکړ او خوښي یې وښوده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ټول غړي په خپل مسوولیت خبر دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د اکاډمیکو چارو مرستيال نورمحمد عزيزي هم وويل: هر څوک چې خپل مسووليت درک کړي، په دې پوهيږي چې خلکو او خداى ته حساب ورکوونکى دى.

ښاغلي عزیزي د کابل د انسټیټونو ارزونې ته په اشارې سره د دې ارزونې پایله مثبته وبلله او د ارزونې ټیم یې ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS