د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس د کابل ښار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمرینو سره مشورتي ناسته

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۹ - ۱۲:۲۴
tveta70

د غونډې په پیل کې د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس ښاغلي سید عباس ایوبي خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي پسرلي کې به ښځينه طبقې زده کړی پيل شي.

ښاغلي ایوبي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټونو او لېسو د استادانو د بشپړ ملاتړ په ترڅ کې زیاته کړه چې موږ ټول باید د هېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې لپاره کار وکړو.

هغه د کابل تخنیکي او مسلکی زده کړو آمرینو ته لارښوونه وکړه چې د نویو محصلینو د جذب لپاره عملي لارې چارې ولټوي.

ښاغلي ایوبي د ښوونکو درسی پلان درلودل یوه مهمه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د پلان له مخې به ښوونکي ځواب ورکوونکی وی.

د کابل ښار تخنيکي او مسلکي زده کړو آمرینو د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس ښاغلي سيد عباس ايوبي سره د خپلې اداري ستونزی اوننګونې شریکې کړی.

د سوخت موادو کمښت، د استادانو د معاشانو او حق الزحمې نه ورکول، د تشکیل کمښت او د اوبو او برېښنا کمښت له لویو ننګونو څخه یادې کړی.

د غونډې په پای کې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس سید عباس ایوبي د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمرینو سره ژمنه وکړه، چې د يادو ننګونو د حل لپاره به په ګډه کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS