د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بدني روزنې انسټیټوټ د زده کړیالانو فراغت غونډه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۳ - ۳:۱۶
tveta53

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بدنې روزنې انسټیټوټ د اوومې دورې فارغانو د فراغت غونډه د دغه ادارې د چارواکو او د المپيک د ملي کميټې د رئيس په شتون کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلی همایون علیمان؛ د بدني روزنې د انسټيټوټ آمر ددغه انسټيټوټ لاسته راوړنو په باب خبرې وکړې او هېواد د ملي او سيمه ييزو ورزشونو پياوړتيا يې مهمه وبلله.

ورپسې ښاغلی نورمحمد عزیزي؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال د دې ادارې په استازیتوب د بدني روزنې د انستیتوت د استادانو هڅې وستایلې او ویې ویل چې دغه انسټیټوټ په افغانستان کې بدنې روزنې په وده کې اغېزمن رول لري.

په همدې ډول، نظر محمد مطمئن؛ د المپيک د ملي کميټې مشر خبرې وکړې او ويې ويل چې سپورت له سياست څخه جلا موضوع ده او له نيکه مرغه په ​​تيرو شلو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

نوموړي په خواشینۍ سره وویل، چې په افغانستان کې د ا.ا.ا واکمن کیدل او د وطن د دښمنانو د منفي تبلیغاتو له امله ورزش په برخه کې زیاتره مسلکي کدرونه له هېواده وتلي، چې دا یوه لویه ضایعه ده.

د المپيک د ملي کمېټې رئيس وويل: د بدني روزنې له ټولو مسوولينو او استادانو څخه غواړم چې له قومي، سمتي او سياسي شخړو لرې خپلو روزنيزو سياليو او تمریناتو ته دوام ورکړي او د هېواد د بچيانو د روزنې په برخه کې په کلکه هڅې وکړي. او د ا.ا.ا چارواکو څخه غوښتنه کوم چې د سپورټ ټولو څانګو ته هر اړخیز او عادلانه نظر ولري.

د مراسمو په پای کې د دې دورې ممتازو فارغانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS