دایکندي ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمی او تحصیلی زده کړو عمومي رئیس سفر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۰:۵۰
tveta41

رحمت الله رسا؛ د تخنیکي او مسلکي ادارې د تعلیمی او تحصیلی چارو عمومی رئیس، چې دایکندي ولایت ته د مل پلاوي سره سفر کړی وو، د دغه ولایت له ځایی چارواکو سره وکتل او خبری یی وکړی.

د دې سفر موخه، ښاغلي رسا د تخنیکي او مسلکي زده کړې ادارې روزنې مرکزونو کې ستونزې او وړتیاوې په ګوته کول دي. په دې اړه ، هغه د دایکندی والی میرمن راشیده شهیدي سره وکتل او خبرې یې وکړې.

د دایکندي والي په داسې حال کې چې دغه ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پاملرنه وستایله او دایکندي کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو فعالیتونو پراختیا وغوښته.

ښاغلي رسا د دایکندي ولایت په نهو ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو عالي لېسو چارواکو سره هم وکتل او د پرمختګ په اړه یې د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS