د افغانستان د هنرونو او معمارۍ غیر انتفاعي انستیتوت د فعالیتونو د دوام په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او فیروز کوه مؤسسی ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک کول.

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۳:۳۲
tveta30

میرمن ندیمه سحر، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیسه او د فیروز کوه مؤسسی مشرې میرمن شوشانه شټوارټ نن سهار د همکاریو  یو هوکړه لیک  لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه لیک لاسلیک کولو موخه  د عامه او خصوصي سکتور د ونډې اخیستنې  له لارې د معیاري تخنیکي او مسلکي زده کړو فرصتونو چمتو کول، د هیواد د بیارغونې او ودې لپاره د اړتیا وړ مهارتونو را منځ ته کول او په کورني او بهرني بازارونو کې د ځوانانو (نارینه او ښځو ) لپاره دکارموندنې اړین ظرفیتونه لوړول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  د درسي نصاب په چمتو کولو، روزنیزو برنامو، تحصیلی اسنادو ویش او هغې ته اعتبار ورکول، په علمي چارو کې دتخصصی مشورو او نورو اړوند روزنیزو چارو کې د آسانتیاوو په را منځ ته کولو کې له یاد انستیتوت سره دهمکاریو ژمنه وکړه .

په مقابل کې، د فیروز کوه بنسټ او انستیتوت د کیفیت په برخه کې د لوړو معیارونو سره، د زده کوونکو لپاره وړیا زده کړې، مناسب او معیاري چاپیریال چمتو کولو او د تجهیزاتو په ورکړه، د کورني او نړیوالو ملاتړ را جلبولو باندې اړ دی.

اغلې سحر او میرمن شوشانه شټوارټ هیله څرګنده کړه چې دغه هوکړه لیک به په نږدې راتلونکي کې پلي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS