د غور د کرهڼې انسټیټوټ ودانیزی پروژې کار چې د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د پراختیایی برنامو څخه ؤ پلې شو!

media_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۲:۵
tveta12

د غور ولایت په مرکز کې د کرهڼې انسټیټوټ چې د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې له پراختیایی بودجې څخه  ۱۸ ټولګې لري چې  په دریو پوړونو کې جوړ شوی، نوموړی پروژه چې ۲۸۲۸۸۱۴۹.۲ افغانې لګښت لري د ۱۸ میاشتو په موده کې د تابش امید ودانیز شرکت لخوا بشپړ او ګټه اخیستنې ته به وسپارل شی.

د تخنیکې او مسلکې زده کړو اداره د تخنیکې او مسلکې زده کړې خدمتونو وړاندې کولو اصلی مرجع په توګه، د انساني پانګې روزنې، تولید، بیوزلۍ کمولو، دندې رامنځته کولو او اقتصادې ودې آسانه کولو کې مستقیم او اغیزناک رول لري.

د همدې لپاره د نوموړي ادارې ستراتیژي اساسی او لومړنیو موخو پلې کولو لپاره، کوم چې تخنیکې او مسلکې زده کړو ته د خلکو لاسرسی دی، د روزنې مرکزونه باید په ټول هېواد کې رامنځته شی ترڅو زمونږ ټول ګران هېوادوال په مساوی توګه تخنیکې او مسلکې زده کړې تر لاسه کړی.

د غور د کرهڼې انسټيټوټ د ودانیزې پروژی پلې کول او بشپړول یو له هغه پروژو څخه دی چې د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د پراختیایی برنامو پلې کولو لپاره بشپړ شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS