په کابل کې د بریښنایی تادیاتو دوهم نندارتون جوړول

media_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۱:۵۵
tveta11

برښنایی تادیاتو دوهم نندارتون چې د خدای کلام په څو مبارکو ایتونو او کڼو (ناشنوایانو) انسټیټوټ زده کوونکو لخوا د ملی سرود په ویلو سره چی د مالیی وزارت د عوایدو عمومی ریاست یې کوربتوب کاوه جوړ شوی وو.

د تخنیکي او مسلکې زده کړو ادارې، د افغانستان بانک، د افغانستان د سوداګرۍ خونه، د ملي تدارکاتو دفتر، د افغانستان خصوصي بانکونو اتحادیه، د روشن مخابراتي شرکت، اتصالات مخابراتي شرکت او د ام ټی ان مخابراتي شرکتونه پدې نندارتون کې ګډون درلود او جلا جلا غرفو کې نندارې ته وړاندې شول.

د بریښنایی تادیاتو سیستم مشر ښاغلي اجمل بارکزي څرګنده کړه چې د دې نندارتون د جوړولو موخه د برښنایی تادیاتو د اداری تنظیم په اړه د پوهاوي لوړول دي.

د ښکلو هنرونو ( هنر های زیبا) انستیتیوت، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په استازیتوب يې په دې نندارتون کې برخه اخیستې وه، د زده کونکو لخوا جوړی شوی نقاشی او لاسي صنایع نندارتون ته وړاندې کړل.

ښاغلي عبدالرازق عمري د دندې فرصتونو آمر او د دې خونې مسؤل کس د دې نندارتون په جوړولو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: ځوان نسل ته دې ته ورته نندارتونونو رامنځته کول او د معاصر ټکنالوژۍ ورپیژندل زموږ یو له اصلي موخو څخه دی نو موږ وکولی شو د پوهاوی او زده کونکو عملي کار لپاره مناسب چاپیریال او دوی ته د کار فرصتونه او د کار بازار کې دندې رامنځته کړو.

موږ هڅه کوو چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو زده کونکي د نندارتونونو، لاسي صنایعو او هنرونو له لارې خلکو ته ور وپیژنو، ترڅو د دې پیر او پلور ساحه اسانه شي او په پای کې فارغینو ته دندې چمتو شي.

دا نندارتون به د دې کال د مرغومی تر پنځمې پورې د لیدونکو  پر مخ خلاص وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS