د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یونسکو د دفتر له سرپرست سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۱۲:۲۲
UN

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي (یونسکو) سازمان له مشرې پاتریشیا مک فیلیپس سره په خپل کار دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ پر محورونو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پر اړتیاوو خبرې وشوې.

 ښاغلي شهامت په پیل کې د یونسکو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د یاد سازمان موخې ښوونه او روزنه او د بې وزلۍ له منځه وړل دي چې تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هم دغه موخې تعقیبوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ټينګار وکړ چې یاده اداره، يونيسکو او ملګري ملتونه ګډ شعار او موخې لري.

د يونسکو د دفتر مشرې هم تخنيکي او مسلکي زده کړې د بېوزلۍ په کمولو او د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزمنې وبللې او ويې ويل، چې يونسکو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملاتړ ته لېواله ده.

 آغلې پاتریشیا مک فیلیپس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه څخه وغوښتل چې د یونسکو سره هغه برخې چې مرستې ته اړتیا لري شریکې کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د يونسکو د مرستو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې په تېر حکومت کې د فساد له امله د دې ادارې مرستې اړمنو کسانو ته نه وې رسېدلې«له نیکمرغه چې اوس فساد له منځه تللی دی».

 په دې کتنه کې د څیړنې او پروګرامونو د پراختیا رئیس دلاور درمل او د یادې ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ آمر روح الله شفیق د دې ادارې لاسته راوړنو او اړتیاوو په اړه توضیحات ورکړل.

د يونسکو سرپرست د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې لاسته راوړنې وستايلې او وړانديز يې وکړ، چې د همغږۍ او همکارۍ د پراختيا په موخه دې دوه کاري ګروپونه جوړ شي.

پاتریشیا مک فیلیپس وویل چې یونسکو کولی شي د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د معلوماتو راټولولو، وضعیت سروې او د ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

 هغه د نجونو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښځو په مهارتونو پانګونه اړینه ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو د زمينې د برابرولو په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې زده کړه په نارينه او ښځينه دواړو فرض ده او په دې برخه کې هيڅ شک ​​نشته.

 ښاغلي شهامت وویل چې د ښځو او نجونو لپاره د غوره زده کړو د رامنځته کولو هڅې روانې دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، یاده اداره په پام کې لري چې د کار بازار ته د نږدې کېدو په موخه په صنعتي ښارګوټې کې انسټیټوټ جوړ کړي او په دې برخه کې د استادانو لپاره د ظرفيتونو د لوړولو پروګرامونه پرانېزي.

 ښاغلي شهامت د یونسکو له خوا ځانګړې زده کړو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې ړانده او کاڼه تر ټولو ډېر مستحق دي.د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، دغه اداره د ړندو او کاڼو لپاره د امکان تر حده امکانات او اسانتياوې برابرې کړي دي.

UN

په دې کتنه کې موافقه وشوه چې کاري ډلې به د همکارۍ او همغږۍ لپاره په ګډه کار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زده‌کوونکو فراغت

د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي فارغ شوي دي. دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو لپاره د (SWOT) ارزونې په اړه روزنیز سیمینار

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ختیځ زون ریاست په ننګرهار ولایت کې د (SWOT) ارزونې تر نامه لاندې سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وه چې په کې د تخنیکي او مسلکي زده. . .

BACK TO NEWS