د بلخ ولایت ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې آمر د ټيکا دفتر له چارواکي سره خبرې او اترې وکړې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۱:۱۹
تیکا

د بلخ ولایت د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې آمر عبدالباسط ناصري په یاد ولایت کې د "ټیکا" دفتر له مشر سره وکتل.

ښاغلي ناصري د بلخ د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې د کړنو په اړه خبرې وکړې او د یادې لېسې د زده کوونکو لپاره یې د تجهیزاتو او تدریسي توکو په برابرولو کې د ټیکا دفتر د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 د ټیکا د دفتر مشر د بلخ د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې د آمر له خوا وړاندې شوې ټولې ستونزې یاداښت کړې او ویې ویل چې د همکارۍ لپاره به له مرکزي دفتر سره خبرې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زده‌کوونکو فراغت

د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي فارغ شوي دي. دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو لپاره د (SWOT) ارزونې په اړه روزنیز سیمینار

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ختیځ زون ریاست په ننګرهار ولایت کې د (SWOT) ارزونې تر نامه لاندې سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وه چې په کې د تخنیکي او مسلکي زده. . .

BACK TO NEWS