د پلخمري میخانیکي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو پرکتیک دوره پای ته ورسیده

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۹:۳۲
پلخمری

د پلخمري میخانیکي انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کوونکو او زده کړیالانو  دیرش (30)ورځنې پرکتیک دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

دوی د برښنا ریاست، غوري سمنټو او ډبرو سکرو تصدیو ته معرفي شوي وو.

 په یاده دوره کې زده کوونکو او زده کړیالانو د یادو څانګو د څارونکو او یادو ادارو تخنیکي کارکوونکو تر څارنې لاندې په عملي بڼه اړین مهارتونه زده کړل.

په یادو مرکزونو کې تر 60% سلنې زیاتې زده کړې په عملي بڼه ترسره کېږي.

 د مسلکي او کارپوه کاري انساني ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادترې یو له اصلي موخو څخه دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زده‌کوونکو فراغت

د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي فارغ شوي دي. دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو لپاره د (SWOT) ارزونې په اړه روزنیز سیمینار

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ختیځ زون ریاست په ننګرهار ولایت کې د (SWOT) ارزونې تر نامه لاندې سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وه چې په کې د تخنیکي او مسلکي زده. . .

BACK TO NEWS