په کندهار کې د نویو ګمارل شویو مامورینو لپاره درې میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۱۲:۴۸
Qandahar

د کندهار ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت د دولتي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په هدف د دغه ولایت د نویو ګمارل شویو مامورینو لپاره درې میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ کړ.

دغه پروګرام د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د انسانی سرچینو رئيس مفتي ميرزا ​​محمد زاهد او د کندهار ولايتي چارواکو په شتون کې پرانيستل شو.

دغه روزنیز پروګرام د کندهار تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له خوا د دغه ولایت د سیمه ییزی اداری په مالي مرسته جوړ شوی وو.

د کندهار ولایت انسانی سرچینو رئيس مفتي ميرزا ​​محمد زاهد دغه پروګرام د نويو ګمارل شويو مامورینو او کارکوونکو لپاره يو زرين چانس وباله. هغه وويل، چې د کندهار والي محمد يوسف وفا د دغه ډول پروګرامونو بشپړ ملاتړ کوي.

په دغه پروګرام کې به د دریو میاشتو لپاره نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت مهارتونه، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر مهارتونه تدریس شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS