په ولایتونو کې د ښوونځیو د پرمختیایی پلانونو د پلې کیدو لپاره یو بل ګام پورته کول

media_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۴:۵۴
افتتحاح انستیوت در خوست

کابل  دتلی میاشتی ۱۳ - ۱۳۹۹

په تیرو دوه اونیو کې  په خوست ولایت مرکز کې یو باب د بدنې روزنې انسټیټوټ، په شمل دوه مندل ولسوالی، په اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالی او علیشیرو په ولسوالیو کې د کثیرالرشتوی لېسی پرانستل شوی.

د خوست ولایت د تخنیکې او مسلکې زده کړو آمریت آمر چې ددې ادارې په استازیتوب یی وینا کوله،

هغه تخنیکي مسلکې او حرفوی زده کړې ته د ټولو افغانانو لاسرسي لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا پلانونه مهم وبلل او دا یې د ماهرو او مسلکې ځواک تولید او د فقر کمولو کې رغنده وباله.

دغه مرکزونه د ښاروالۍ چارواکو، ولسوالانو، دیني علماوو، مدني ټولنو استازو، مشرانو، ځوانانو او یو شمیر معززو خلکو په شتون کې پرانیستل شوي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو  ادارې رهبري پداسې حال کې چې د یاد شوو مرکزونو له پرانیستو سره رضایت لري، هیله څرګندوي چې دتخنیکې او مسلکې زده کړو مرکزونو ته به د هیواد په 34 ولایتونو کې پراختیا ورکړي ترڅو ټول وګړي او بیلابیلې ټولنیزي ډلې حرفوی زده کړو ته لاسرسی پیدا کړی.

ترڅو له همدې لارې په هیواد کې د بیوزلۍکمولو او اقتصادي پراختیا کې رغنده رول ولوبوی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS