د کابل د کرنې انسټیټوټ څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ لیدنه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۱۵:۲۰
tveta96

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر ښاغلی مفتي فضل الرحمن فاضل د دغه ادارې د اکاډمیکو چارو مرستيال نورمحمد عزيزي سره د کابل د کرنې له انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د کرنې د انسټیټوټ له امر او استادانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د کرنې د انسټیټوټ استادان د انسټیټوټ د درسی ودانۍ نشتوالى يوه جدي ننګونه بولي او د دې ستونزې د هواري لپاره د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه کوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر ژمنه وکړه چې دغه موضوع به جدي ونيسي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه هم په هېواد کې د شنې فضا او ښېرازۍ په موخه د کرنې د انسټیټوټ له څېړنيز فارم څخه ليدنه وکړه او يو شمېر نيالګي يې کېنول.

ښاغلي فاضل په یوه پیغام کې ویلي چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې د کرنې لپاره ښه اقلیم لري. هغه خلک وهڅول چې "د دې ځمکې او اوبو څخه کار واخلي او خپل ملک جوړ کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال نورمحمد عزیزي هم په یوه پیغام کې ویلي، چې د هېواد ډېری وګړي په کرنې بوخت دي او د افغانستان ا.ا ژمنه ده، چې کرنې سکتور ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي عزيزي همدا راز د نيالګيو ايښودل يوه صدقه جاریه وبلله او ښاريان يې وهڅول چې نيالګي کېنوي او شنه فضا پراخه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS