د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست خپل راپور د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه ته وړاندې کړ!
د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ عمومي ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ته د خپلو لاسته راوړنو او پلانونو راپور وړاندې کړ.
د پلان عمومي رياست د پلان او ستراتيژيکې پاليسۍ رئيس روح الله شفيق د پرزنټيشن په ترڅ کې وويل، چې دغه رياست د خپل کار د ماهيت له امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې دماغ دی او د لوړ اهمیت څخه برخمن دی.
ښاغلي شفيق د کارکوونکو او تجهيزاتو کمښت د پلان رياست پر وړاندې لويه ننګونه وبلله.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او پاليسۍ رئيس د دغه ادارې ليدلورې او اوږدمهاله موخو ته په اشارې سره زياته کړه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې زده کړه ییز نصاب بايد له سره وکتل شي او اصلاح شي.
هغه وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې موخه په ښوونې او روزنې کې عادلانه او ټول شموله لاسرسي او ګډون چمتو کول دي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکې همغږۍ د عمومي رياست راپور واورېد او لارښوونه يې وکړه، چې د ستونزو د هواري لپاره دې عملي پلان جوړ کړي.
