د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې او کتنې ګډ طرحه وړاندې شوه.

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۱۳:۱۵
طرح بازدید از مراکز تعلیمات تخنیکی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د څارنې او ارزونې رياست د دې ادارې مشرتابه ته تخنيکي او مسلکي مرکزونو څخه د څارنې په موخه طرحه وړاندې کړه.

د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د تعلیمی او تحصیلی څارنې او ارزونې رئیس لعل پادشاه فقیرزاده وویل، " د یادې طرحې موخه کیفیت، پلان او مدیریت له لحاظه روزنیزو مرکزونو ودې په پار معلوماتو راټولول دی.

 پلان له مخې، د اکاډمیکو چارو استازو، مالی او ادارې چارو معینیت، د پلان او پالیسۍ ریاست، د تعلیمی او تحصیلی ارزونې ریاست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مقام ریاست حضور درلود.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوی غلام حيدر شهامت د يادې طرحې د موادو پلی کول د روزنيزو مرکزونو د اصلاح لپاره اغېزمن وبلل او دغه راز پرېکړه وشوه، چې د يادې طرحې د پلی کولو لپاره به عملي ګامونه پورته شي.

د یادونې وړ ده چې دا پلان به د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په روزنیزو مرکزونو کې پلی شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS