د فارياب ولايت قيصار ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د زده کړیالانو ترمنځ سيالي ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۸:۳۰
فاریاب

د قیصار کرنې او وترنري انسټیټوټ زده کړیالانو د اناتومي او هسټولوژي په برخه کې د وترنري څانګې د ۱۳ (الف) او دیارلسم (ب) ټولګیو ترمنځ د علمي او مسلکي پوهې د کچې د لوړولو په موخه د تحصیلي سیالۍ پروګرام ترسره شو.

د دغه رقابتي ښوونيز پروګرام تنظيموونکو استادانو وويل، چې د دې پروګرام موخه د زده کوونکو د پوهې د کچې لوړول، د هڅونې او سالمې علمي سيالۍ رامنځته کول دي.

د قيصار ولسوالۍ کرنې او وترنري انسټیټوټ امر استاد محمد تيمور رنجور وويل، چې دا په 1401 کال کې لومړنۍ تعليمي سيالۍ دي او د قيصار کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ په پام کې لري، د فاریاب ولایت په کچه په راتلونکي کې هم د تخنيکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړیالانو ترمنځ په نورو موضوعاتو کې ورته سيالۍ هم په لاره واچوي.

دغه راز په دغه پروګرام کې ګډون کوونکو زده کړیالانو د دغه ډول علمي سیالیو جوړول د زده کړیالانو د استعداد او وړتيا په لوړولو کې ګټور وبلل او د دغه شان پروګرامونو د دوام غوښتنه يې وکړه.

د پروګرام په پای کې د دې انسټیټوټ زده کړیالانو ترمنځ د سیالۍ پایله په مساوي نمرو سره اعلان شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زده‌کوونکو فراغت

د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي فارغ شوي دي. دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو لپاره د (SWOT) ارزونې په اړه روزنیز سیمینار

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ختیځ زون ریاست په ننګرهار ولایت کې د (SWOT) ارزونې تر نامه لاندې سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وه چې په کې د تخنیکي او مسلکي زده. . .

BACK TO NEWS