د دشت برچي د ادارې او اقتصاد انسټیټوټ ستونزې وڅېړل شوې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۳ - ۱۵:۲۵
Barchi

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوی غلام حيدر شهامت د دشت برچي د اداري او اقتصاد د انسټیټوټ د ستونزو د څيړلو په موخه له ياد انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.

 د برچي  ادارې او اقتصاد انسټیټیوټ امر او استادانو د اوبو کمښت، د شنو خونو نشتوالی، د انستیتیوت د انګړ د پاخه کولو اړتیا او د امنیتي ساتونکو لپاره د خونو نشتوالی د دغه روزنیز مرکز له ننګونو او اړتیاوو څخه یاد کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس هم د درسي ټولګيو ارزونه وکړه او د زده کوونکو ستونزې يې واوريدې.

ښاغلي شهامت په ټولګي کې زده کوونکو ته په خطاب کې وویل: هغه څه چې انسان خپلې موخې ته رسوي علم دی. "دا د علم روښانتیا دی چې لاره ټاکي."

هغه زياته کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د روزنيزو مرکزونو زده کوونکي د علم سربیره د هنر په زده کولو بوخت دی.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس وويل، چې د دې ادارې د روزنيزو مرکزونو فارغان په مستقيم ډول د کار بازار کې جذب کیږی.

هغه ژمنه وکړه چې کار د چمتو کولو لپاره به هڅه کوی او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې یې اقدامات کړي دي.

 د ادارې او اقتصاد انسټیټوټ زده کړیالانو خپلې ستونزې مطرح کړې او د یوه مجهز کمپیوټرلب او کتابتون د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس ژمنه وکړه، چې ټولې ستونزې به د دې ادارې د وړتیا او اسانتياو له مخې حل کړي.

د یادولو وړ ده چې د دې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي شهامت عصمت الله پایور د دشت برچي  ادارې او اقتصاد  انستیتیوت نوي امر په صفت معرفي او په کار یې پیل وکړ.

 د تخنيکي او مسلکي ادارې رئيس د دشت برچي د اداري او اقتصاد  انسټیټوټ د پخواني امر قربانعلی محمدي لاسته راوړنو ستاينه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS