د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې مشری ندیمه سحر د لوړو زده کړو وزیر ښاغلې ډاکټر عباس بصیر سره ولیدل

media_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۴:۲۵
tvet23

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرې میرمن سحر د لوړو زده کړو وزیر ښاغلې ډاکټر عباس بصیر سره ولیدل. ددې لیدنې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې برنامو په چوکاټ کې د لوړو زده کړو انسټیټوټ په اړه بحث کول وو.

په پام کې ده، چې د لوړو زده کړو انسټیټوټ د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې تر مدیریت لاندې په دریو تحصیلی څانګو کې په کار پیل او د تخنیکې او مسلکې زده کړو مرکزونو فارغینو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابرول دی.

د لېدنې په جریان کې، ښاغلې ډاکټر عباس بصیر وویل: د لوړو زده کړو وزارت د ادارو او وګړو لخوا د تعلیمی ارګانونو رامنځته کول کوم چې د قانونې لارو پر اساس رامنځته شوی همکاری او ملاتړ کوی.

هغه وویل چې د لوړو زده کړو قانون د لسمې مادې له مخې، دقانون لخوا د وړاندې کړای شوو شرایطو په پام کې نیولو سره د ادارو لخوا د اکاډمیکو مرکزونو جوړول، د لوړو زده کړو وزارت د قانون په رڼا کې هر هغه څه چې د دوي په توان کې وي دریغ به یې نه کړی.

میرمن سحر د لوړو زده کړو وزارت د همکاریو د ستاینې پرمهال وویل: د لوړو زده کړو انسټیټوټ رامنځته کول او دهغی پیل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ډګر کې ارزښتمن پرمختګ دی. له یوې خوا، انساني پانګه تولید کیږي او له بلې خوا د غربت په کمولو او دندې رامنځته کولو کې مثبت او اغیزمن رول لري.

اغلې سحر هیله څرګنده کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره به وکولی شي په نږدې راتلونکي کې ولایتونو ته د لوړو زده کړو انسټیټونه پراخه کړي ترڅو د هیواد په ټولو برخو کې د تحصیلي مرکزونو فارغینو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره شی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS