د تخنیکی او مسلکی زده کړو د مرکزونو د بیا پیلیدو خبرتیا

media_admin
atlaya1

د تخنیکي او مسلکې زده کړو ادارې د رهبري هیئت د پرېکړې په اساس او د ښـوونیز نصاب د بشپړېدو او تدریسي پروسې د سالم مدیریت په‌موخه په‌مرکز او۳۴ ولایتونوکې د‌‌‌ تخنیکي او مسلـکي زده کـړو ټـولو دولـتي او خصـوصي ښـوونځـیو او انستـیتـونـو تـه هـدایت ورکــول کیـږي، چې خـپل درسـونه د لاندني لارښود سره سم پیل کړي:

۱. خـزاني سمـستر دې د ۱۳۹۹ کـال د کـب په ۱۶ پیل او د ۱۴۰۰ کـال د وري تــر ۳۱ نـېـټې پـورې دې پــه تـشـدیـدي ډول دوام ومومي؛

۲.  د سمستر نهایي ازموینه دې د ۱۴۰۰ کال د وري له شپاړسمې بیا تر یودېـرشـمې نېـټې پـورې د مضـمون د وروستـي درسي ساعت سره یو ځای واخیستل شي؛

۳.  د انستیـتونو د ۱۴ ټولګي فارغانو دولتي آزموینه دې د ۱۴۰۰ کـال د غـویي د لـمړۍ نـېټې څـخه بـیا تـرلســمې نـېټې پورې تنظیمه شي؛

۴. د نـوي تعلـیمي کـال د پـسرلني سمستر درسونه دې په غیر تشدیـدي ډول د غـوایي په اوله پیل او د ۱۴۰۰ کال د زمري په لسمه ختم شي؛

۵. د نــوي تعــلیـمي کــال د پسـرلـني سـمسـتر درسـونـه دې د سمـسترونـو ترمـنځ پـه رخصتیو کې ادامه پیدا کړي او نهایي آزموینه دې یې د مضـمون د وروسـتي درسي سـاعت سره یو ځای د چنګاښ له ۲۵ بیا د زمري تر ۱۰ پوري واخیستل شي؛

۶.  د تودو سیمو درسونه دې په‌عادي ډول د تشدیديدرسونو د لارښود سره سم ادامه ومومي؛

۷.  د شپې‌ښوونځي او انستیتـونه دې د معـمول سره سم نوی سمستر د ۱۴۰۰ کال د وري له درېیمې نېټې څخه پیل کړي.

د تخنیکي او مسلکي زدکڔو اداری رهبری

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د نوښتګرو او اختراع کوونکو د جلب او جذب خبرتیا

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره له ټولو هغو اختراع کوونکو او نوښت لرونکو کسانو څخه غواړي چې نوې، ابتکاري او عملي نظریې د نوښتګرې طرحې پېژندنې، ملاتړ او ودې په بهیر کې ګډون وکړي. د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۹:۲۴
Background image

د نوښتګرو او کارپنځوونکو لپاره ځانګړی فرصت

که تاسو نوښتګر لری او غواړی چی د مالي او تخنیکي ملاتړ سره یې واقیعت ته واړوی همدا اوس له مونږ سره اړیکه و نیسی.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۰:۳۰
Background image

د نوښتګرو لپاره د بریښنایي زده کړو ځانګړې برنامه!

ایا تاسې یو نوښتګر یاست؟ ایا غواړئ خپل مهارتونه د عصري ټکنالوژۍ له لارې پراخ کړئ؟ د نوښتګرو لپاره زموږ نوې بریښنایي زده کړو برنامه د هغو ځوانانو، متشبثینو او مسلکي کسانو لپاره جوړه شوې . . .

Back to announcements