د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې د اکاډمیګو چارو مرستیال د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د معین سره ولیدل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱ - ۹:۳۰
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال ښاغلی نور محمد عزیزی د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو مرستیال له ښاغلی خیرالله خیرخواه سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي عزيزي د ​​تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کړه ییزو خدمتونو د ښه والي په خاطر غوښتنې او وړانديزونه وړاندې کړل او له لوړو زده کړو وزارت څخه يې وغوښتل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کوونکو، د ښوونځیو او د انسټیټونو د فارغانو لپاره د کانکور ځانګړې ازموينه په لاره واچوي.

د اکاډمیکو چارو مرستیال دغه راز دلوړو زده کړو له وزارت څخه وغوښتل چې دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې داستادانو لپاره دماسترۍ او دوکتورا په بورسونو کې يوه ځانګړی سهمیه په پام کې ونیسی.

ښاغلي عزیزي د ټینګار وکړ زده کړه ییزو بنسټونو ترمنځ پر همکارۍ او همغږۍ د ټینګار ترڅنګ وړاندیز وکړ چې په دې برخه کې دې د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS