د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال وپېژندل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۹:۴۲
معرفی معاون

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنيکي او مسلکي چارو نوی مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې ادارې مشرتابه، کارکوونکو او د چارو ادارې چارواکو په کې ګډون کړى و، وپېژندل شو.

په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د اوسني نظام تغیر او تبدیل يو اصل وباله او ويې ويل چې له دې کار څخه يې موخه د ښه وضعيت پر لور تګ دي.

ښاغلي شهامت مولوي احساس ته د بریالیتوب هیله وکړه او ویې ویل چې ولس ته خدمت کول ستر مسوولیت دی.

په دې مراسمو کې د چارو ادارې د انسانې سرچینو رئيس مولوي محمد داوود هم حضور درلود او په خپلو خبرو کې يې وويل، چې د افغانستان خلک بايد د اوسني نظام په رامنځته کېدو شکر وباسي.

هغه ټینګار وکړ، چې هرڅوک باید خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي او زیاته یې کړه، چې د نظام مشرتابه د حکمونو اطاعت یو اصل وګڼې.

په پاى کې تخنيکي او مسلکي چارو نوی مرستيال مولوي غلام سعيد احساس وويل، چې دى د افغانستان ا.ا مشرتابه د اړتيا پر بنسټ په دې دنده ګمارل شوى دى.

ښاغلي احساس زیاته کړه، هڅه به وکړي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د چارواکو او کارکوونکو په مشوره او همکارۍ د خلکو خدمت وکړي.

په دې مراسمو کې پخواني تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال استاد نورمحمد عزیزي ته ستاینه وکړه او مراسم د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS