د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مشرۍ د تدارکاتو امریت کاري راپور وړاندې کول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۵ - ۱۴:۰
tveta112

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تدارکاتو امر عصمت الله پایور؛ خپل کاری راپور د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوی غلام حیدر شهامت ته وړاندې کړ.

ښاغلي پایور د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اړتیاوو په برابرولو، او پوره کولو کې د تدارکاتو امریت رول مهم وباله.

نوموړي د دې برخې ستونزې او ننګونې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوی غلام حیدر شهامت ته وړاندې کړې. د ښاغلي پایور په وینا؛ د برخه والو د همغږۍ او همکارۍ نشتوالی، د مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو کمښت او د نغدو پیسو کمښت په دې برخه کې عمده ننګونې دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تدارکاتو امر؛ نوموړي د ۱۲۴ زره ټوکو کتابونو چاپ، د تېلو فراهم سازی، د ادارې له خوا د اړتیا وړ انټرنټ تمدید او د ۱۴۰۱ کال لپاره د تدارکاتی پلان چمتو کول په تېرو درېیو میاشتو کې د دې ادارې مهمې لاسته راوړنې وبللې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر؛ د تدارکاتو امریت کاري راپور واورید او ویې ویل، چې خپل صلاحیت له مخې به د تدارکاتو په ګډون د ټولو څانګو ستونزې هوارې کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو مولوی غلام حیدر شهامت دغه برخه مهمه وبلله او د تدارکاتو امریت ته يې لارښوونه وکړه، چې د دغه ادارې د بودجې په شفاف لګښت کې ځواب ویونکی وی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زده‌کوونکو فراغت

د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي فارغ شوي دي. دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو لپاره د (SWOT) ارزونې په اړه روزنیز سیمینار

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ختیځ زون ریاست په ننګرهار ولایت کې د (SWOT) ارزونې تر نامه لاندې سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وه چې په کې د تخنیکي او مسلکي زده. . .

BACK TO NEWS