د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري غونډه ترسره شوه!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۴:۲۹
جلسه رهبری

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه د دغه ادارې رئيس مولوی غلام حيدر شهامت په مشرۍ جوړه شوه.

 په دې غونډه کې د ۱۷۱ چاپ شویو درسي کتابونو پر برخلیک او د هغو د وېش د پیل په اړه بحث وشو.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلټنې رياست د ارزونې له مخې، دغه کتابونه له شرطنامې سره سم نه دي چاپ شوي او د چاپ اندازې، وزن او کيفيت له پلوه هم له شرطنامې سره سم نه دي.

په دې کتنه کې چې د مطبعې استازی هم حضور درلود، موافقه وشوه چې د چاپ شويو کتابونو د کيفيت له مخې به په بيو کې توپير وی او دغه توپير دې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ته وسپارل شي.

 له دې هوکړې وروسته د دغو کتابونو د ترلاسه کولو او په ښوونیزو مرکزونو کې د وېش د بهیر د پیلولو پرېکړه هم وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS