د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري غونډه ترسره شوه!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳۱ - ۱۶:۵۰
tveta117

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه د دغه ادارې سرپرست مولوی غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د مرستیالانو او رئیسانو په حضور کې ترسره شوه.

په غونډه کې د۱۴۰۱ مالي کال پر پلان، د ښوونکو او کارکوونکولپاره د تحصیلي بورسونو پر کړنلاره، د ټرانسپورټ لایحو باکتنه او ادارې ته د غصب شویو ملکیتونو د بیرته ورکولو په اړه بحث وشو.

پلان او پالیسۍ رئیس روح الله شفیق د ۱۴۰۱ کال مالي پلان په اړه معلومات وړاندې او ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل.

د غونډې ګډونوالو همدا راز ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو او کارکوونکو لپاره دې د تحصیلي بورسونو کړنلاره ژر تر ژره نهايي شي.

په همدې ډول د املاکو او خدماتو ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د غونډې د پریکړه لیک له مخې د ترانسپورت لایحو بیاکتنه وکړي.

د غصب شویو ملکیتونو په اړه د املاکو او خدماتو ریاست ته دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې د قانون په رڼا کې کړنې ترسره کړی.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوی غلام حيدر شهامت غونډه وکړه او مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه، چې د غونډې پرېکړې تعقيب او عملي کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوی غلام حيدر شهامت د غونډه په پای کې چارواکو ته يې لارښوونه وکړه، چې د غونډې پرېکړې تعقيب او عملي کړي.

ښاغلي شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د غصب شويو جايدادونو د بېرته راستنېدو په اړه ټينګار وکړ، چې دا موضوع دې لومړى له قانوني لارو چارو مخ ته یوړل شی او که نه نو د زور په کارولو سره دې د کورنيو چارو وزارت ته راجع شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS