د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس ښوونکو د روزنې اکاډمۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو له انسټیټوټ څخه لیدنه!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۱ - ۱۴:۴۹
بازدید سرپرست اداره از انستیتوت اکادمی تربیه معلم

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوی غلام حیدر شهامت او ورسره مل پلاوي د ښوونکو د روزنې اکاډمۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو له انستیتیوت څخه لیدنه وکړه.

 ښاغلي شهامت ښوونکو د روزنې له اکاډمۍ څخه د لیدنې پر مهال د دغه انسټیټوټ د زده کړیالانو  او چارواکو ستونزې واورېدې.

دوی د مسلکي ښوونکو کمښت، د برېښنا کمښت او د غیر فعاله تخنیکي څانګو بیا رغونه له لویو ننګونو څخه یاد کړل. ښاغلي شهامت ژمنه وکړه چې د دغو ننګونو د له منځه وړلو لپاره به هڅه کوي.

ښاغلي شهامت همدا راز ټینګار وکړ چې د زده کړه ییزو  انسټیټونو بهیر باید له مصرف څخه تولید ته واړول شي، ترڅو له یوې خوا اقتصادي ځان بسیاینی او له بلې خوا د کار په بازار کې باید سیالي وکړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS