د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل ښار تخنیکې مرکزونو له امرینو سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۱۴:۵۰
د مرکز له امرینو سره ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال استاد نورمحمد عزیزي د کابل ښار انسټیټونو له امرینو سره وکتل.

د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې روزنیزو مرکزونو ستونزو د عملي حل لارو پیدا کول و.

همدارنګه په دې غونډه کې د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس سید عباس ایوبي، د تعلیمی او تحصیلی څارنې او ارزونې رئیس لعل پاچا فقیرزاده هم حضور درلود.

په دې کتنه کې د کابل ښار تخنیکي مرکزونو امرینو خپلې ستونزې او ننګونې د اکاډمیکو چارو له مرستیال سره شریکې کړې. دوی د اومو موادو کمښت، کمپیوټر، قرطاسیی، لابراتوار، اوبه، د استادانو کمښت او همدارنګه د استادانو حق الزحمی ورکول له ستونزو څخه یاد کړل.

د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستیال استاد نورمحمد عزیزي د يادې ادارې د تخنيکي مرکزونو چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به ټولو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS