د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د د څارنې له پلاوي سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۰ - ۱۴:۱۱
Nazaarat

ولایتونو ته تر سفر مخکې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څارنې پلاوي د دې ادارې له سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت سره وکتل.

په دې کتنه کې د اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي د څارنې پلاوي سفر برنامې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له سرپرست سره شريکې کړي.

 ښاغلي شهامت د څارنې پلاوي چارواکو ته خطاب وکړ او ویې ویل، چې د څارونکو په توګه باید د څارنې پر مهال عدالت او ادارې موخې په پام کې ونیسي.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له راغلي پلاوي وغوښتل، چې ولايتونو تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو وضعیت دې په شفاف او عادلانه ډول وڅېړي.

ښاغلي شهامت وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ټولې چارې او پرېکړې د ټاکل شوی پلاوي د ارزونې له پایلو سره سمې دي.

د اکاډمیکو چارو مرستيال دغه راز خپلې توصیی او وړانديزونه وړاندې کړل او ويې ويل چې دغه پلاوي دې هڅه وکړي چې خپل راپورونه هره ورځ له مرکز سره شريک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS