د اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل تجارت مسلکی انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۹ - ۱۰:۱۴
د تجارت له انسټیټوټ لیدنه

 د تخنيکي او مسلکی زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي او ورسره مل پلاوي د کابل تجارت مسلکی انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.

ښاغلی استاد عزیزي د دیارلسم او څوارلسم ټولګیو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د تجارت مسلکی انسټیټوټ زده کړیالانو  په دغه انسټيټوټ کې د استوګنې ځاي جوړولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي عزيزي ډاډ ورکړ، چې د شته اسانتياوو له امله به د استوګنې ستونزه هواره شي او د فارغانو لپاره يې د کاري زمينې د برابرولو په موخه له يو شمېر دولتي ادارو سره مرکې کړې دي.

 ورپسې استاد عزیزي د کابل د تجارت مسلکي انسټیټوټ د استادانو په غونډه کې ګډون وکړ او د استادانو غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.

ښاغلي عزيزي د ​​دغه انسټیټوټ د امر محب الله اميري مدیریت او د استادانو د هڅو ستاينه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS