دتخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری د پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو د تعلیمی او تحصیلی مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۹ - ۱۲:۳۰
tveta71

په دې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال ښاغلی نورمحمد عزیزی او همدارنګه د نصاب او تربیه معلم رئیس ښاغلی مولوی عصمت الله منیر د یادو ولایتونو له والیانو، پوهنې رئیسانو، د تخنیکی آمرینو او استادانو سره وکتل.

ددې لیدنې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لا پراختیا او پرمختګ او د یادې ادارې په پروګرامونو او برنامو هر اړخیزي خبری وکړی چې ګډونوالو یادې زده کړي د هېواد د نوی نسل او د اقتصادې وضعیت لپاره مهمې او لازمې وبللې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال زیاته کړه چې د ادارې رهبری په بشپړه ډول د باکیفیته زده کړو لپاره زمینه برابروی او همدارنګه د هېواد علمی کادرونه یې وستایل او خارج ته تللو استادانو څخه هېواد د بیرته راتګ غوښتنه وکړه ترڅو خدمت د هېواد په دننه کې ادامه ورکړی.

د اکاډمیکو چارو مرستیال د آمرینو او استادانو غوښتنې او ستونزې له نږدې واوریدی او د ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS