دتجارت انسټیټوټ پېژندنه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۸:۴۶
تجارت

د تجارت انسټیټوټ چې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې موقعیت لري. په ۱۳۱۸ هجري لمریز کال کې تاسیس شوی دی، دا یو مسلکي انسټيټوټ دی.چې د لسم څخه تر څوارلسم ټولګي پوري(لیسه او انسټیټوټ) نارینه او ښځینه زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دی.

لومړنې معلومات:

دغه انسټيټوټ ځان ته ودانۍ لري چې ۱۸ درسي ټولګي، برښنا، اوبه او ورزشی ساحه لري.

جوړښت اړوند معلومات:

تجارت انسټيټوټ په ټوله کې ۶۸ کارکوونکي چې ۴۶ تنه استادان، ۹ تنه ادارې کارکوونکي او ۱۳ تنه خدماتي کارکوونکي لري.

تحصیلي څانګې:

دغه انسټيټوټ درې ۳ څانګې لري، (اداره او تجارت، اداره و تشبثات او محاسبه ) چې شاوخوا زده کوونکي او زده کړیالان په دې څانګو کې په زده کړو بوخت دی.

کمپیوټر لب:

د تجارت انسټیټوټ مجهزکمپیوټر لب لري.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات:

په دې انسټيټوټ کې په ټوله کې ۴۶ تنه استادان، چې له دې جملې ۲۵ تنه نارینه او ۲۱ تنه ښځینه استادانې دی.

بدل اعاشه:

په یاد انسټيټوټ کې شاوخوا ۹۰۰ تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دی. چې له دې جملې څخه ۷ تنو ته بدل اعاشې په لست کې شامل دی.

د تحنیکي او مسلکي زده کړو مستقله اداره ژمنه ده چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي. دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادي ودې په برخه کې هم کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS