تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې د ابن سینا پوهنتون سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
د ابن سینا سره هوکړه لیک

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ابن سینا له غیر انتفاعي پوهنتون سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د دې ادارې انسټیټونو فارغانو او کارکوونکو جذب لپاره زمینه برابره کول څو د لیسانس او ​​ماسټرۍ په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 دغه هوکړه ليک د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او د ابن سينا ​​پوهنتون د مرستيال ډاکتر محمد ظاهر حليمي له خوا لاسليک شو.

د دغه هوکړه ليک لاسليک کولو موخه ابن سينا ​​پوهنتون د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې انسټیټونو فارغانو او ددغه ادارې کارکوونکو ته د زده کړې په کم فيس سره زده کړو د دوام زمينه برابرول دي.

د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره داوطلبان د خپلو زده کړو د دوام په موخه ابن سینا پوهنتون ته معرفي کوي.

د ابن سینا پوهنتون د خپلې ژمنې سره سم، د لیسانس په فیس کې ٪۵۰ تخفیف او د ماسټرۍ لپاره ۳۵٪ تخفیف ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS