د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار
د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې اترې وکړې.
د دې لیدنې موخه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د بېلابېلو برخو ترمنځ د ستونزو څېړنه او لا زیاته همغږي وه.
په ناسته کې ګډونوالو خپل پروګرامونه او ستونزې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال سره شریکې کړې او محترم مولوي احساس د ستونزو په هواري او همکارۍ کې ژمنه وکړه.
په همدې حال کې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې ریاستونو مسؤلین وايي چې دا ډول غونډې د چارو په غوره ترسره کېدو کې ډېرې ګټورې دي.
