د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ادارې کی اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون پوهاوی برنامه ترسره شوه!

media_admin
Mon, Jan 18 2021 9:22 AM
tvet18

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پوهاوی برنامه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت او اطلاعاتو ته د لاسرسی کمیسیون په همغږۍ د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې په مرکز کی ترسره شوه.

پدې برنامه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون کمیشنره میرمن زهرا موسوي،  د عامه پوهاوي آمر ښاغلي عبدالخیل جیحون، د عامه پوهاوی څانګې کارپوه ښاغلي جعفر اشاني او اطلاعاتو ته  د لاسرسي کمیسیون نورو چارواکو  د اکاډمیکو چارو مرستیال عبدالحمید اکبر، مالي او اداري چارو مرستیال محمد ادریس اعظم، د دفتر مقام رئیسانو، د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس، د داخلي تفتیش رئیس، د پلان رئیس، د خصوصي سکتور سره مشارکت رئیس، د تخنیکي او مسلکي زده کړې بیلابیلو څانګو مشاورینو او د دې ادارې آمرینو په حضور کې ترسره شوه. د دې برنامی ترسره کولو موخه د یاد قانون احکام پلي کول او اطلاعاتو ته د ګرانو  هیواد والو  د لاسرسي حق تامینول وو.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د علمي چارو مرستیال عبدالحمید اکبر د دې برنامې میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال، هیوادوالو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق چمتو کول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له اصلي موخو څخه وباله. او زیاته یی کړه د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د خپلو ستراتیژیکو موخو په چوکاټ کې هڅه کوي په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې د خلکو د ګډون زمینه برابره کړي؛ له همدې امله، په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې برخه اخیستنه د افغانستان د ګرانو ښاریانو له حقونو څخه یو دی.

ښاغلي اکبر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  د ستراتیژیک پلان تشریح کولو پرمهال معلوماتو ته د لاسرسي کمیسیون د قانون پلي کولو په برخه کې لاسته راوړنې ارزښتناکه وباللې او ټینګار يې وکړ چې د تخنیکې او مسلکې زده کړو اداره د قانون د احکامو پلي کولو ته ژمنه ده.

هغه زیاته کړه چې د قانون د احکامو د پلي کولو په منظور د ادراې ټولې برنامې، پالیسۍ، پروژې، دندې او لاسته راوړنې د ادارې ویب سایټ او ټولنیزو پاڼو له لارې خپریږي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د احکامو پلې کول او د ښاریانو د حقوقو تأمینول یوه قوي بیلګه، ملت ته د حکومت راپور وړاندې کولو سره، هغه وویل: هره ورځ او هره اونۍ د ویب سایټ له لارې او په پای کې هر مالي کال، د دولت ملت راپور ورکولو برنامې له لارې، موږ د خپلو کړنو پایلې د افغانستان خلکو سره شریکوو.

د برنامې په دوام کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون کمیشنره میرمن زهرا موسوي د دې برنامې د ترسره کیدو ستاینه وکړه او اطلاع رسونې پر اساس د څانګو د جلا کیدو په برخه کې، هغه په ګوته کړه: ادارې په دوه برخو ویشل کېږی؛ هغه څوک چې زموږ همکارانو ته خبر ورکولو کې ډیره همکاري کوي او هغه څوک چې لږ همکاري کوي. له نیکمرغه، موږ فکر کوو چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ښه همکار وو.

میرمن موسوي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو او حکومتدارۍ کې د خلکو ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ، چې د پراختیا او د حکومت  پرکړنو د خلکو څارنه مهمه و ګڼله او و یی ویل، موږ باید خپلې دندې د افغانستان له خلکو سره شریکی کړو تر څو  حکومت خلکو ته حساب ورکونکي، حکومت او خلکو ترمنځ باور تر لاسه شي؛ مګر په ورته وخت کې، اطلاع رسونې په برخه کې هغه یو شمیر حقوقي او ټولنیز خنډونه، ننګونې او ستونزې باید پام کې ونیول شی.

د کمیسیون د عامه پوهاوي مسؤل ښاغلي عبدالخليل جیهون، اطلاعاتو ته د لاسرسی په اړوند  پریزینټیشن  وړاندې کړ او د دې قانون اساسی ټکو ته یې اشاره وکړه. هغه  د ادارو او وزارتونو مسؤلیتونو په بیانولو سره وویل چې د اطلاع رسونې څانګې سره همکاری مهمه وګڼله او زیاته یی کړه: د دې قانون د احکامو سره سم، د یوی ادارې ټولې څانګې باید اطلاعاتو ټیم سره همکاري وکړي او د اړتیا په صورت کې ورسره مرسته وکړي ترڅو دوی وکولی شي د افغانستان اتباعو ته منظم اطلاعات چمتو کړي.

هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سیسټم معرفی کولو  ترڅنګ ژمنه وکړه چې تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې سره د آنلاین سیسټم په تخنیکې برخه کې مرسته وکړی.

برنامه د برخه اخیستونکو پوښتنو او پوهاوی برنامې مسؤلو چارواکو لخوا په ځواب ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Wed, Jul 24 2024 10:40 AM
Background image

Technical and Vocational Education and Training Authority Held a Graduation Ceremony

Technical and Vocational Education and Training Authority Organized a Graduation Ceremony for Students of Technical and Vocational Education Centers of Kabul Province. High-ranking. . .

Mon, Apr 08 2024 10:20 AM
Background image

Congratulatory Message of the Supreme Leader of the Islamic Emirate on the Arrival of the Auspicious Eid-ul Fitr

To the Faithful and Mujahid Nation of Afghanistan and All the Muslims around the World! I would like to extend my heartfelt congratulations on the arrival of the auspicious Eid-ul Fitr. . .

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

BACK TO NEWS